د خیرخواه مارکېټ ستونزې او پکې د کمپلیکس جوړیدو طرحې وڅېړل شوې
د افغانستان د اسلامي د جمهور رئیس په لارښوونه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد د عامه او خصوصي مشارکت ریاست له لوري د کابل د خیرخواه سوداګریز مارکېټ د ستونزو د ارزونې او حل لارو په اړه غونډه وشوه.
دغه مارکېټ، څو کاله مخکې اورلګیدنې سخت زیانمن کړی و، چې وروسته حکومت پکې د ۹ پوړیزه سوداګریز کمپلکیس د جوړولو پریکړه وکړه.
په نننۍ غونډه کې، چې د مالیې وزارت، ښارجوړونې او ځمکو وزارت او افغان ملي بانک استازو ګډون درلود؛ پریکړه وشوه چې د دغه مارکېټ زیانمنو دوکاندارانو ته به د کمپلیکس تر کار پيلیدو د موقت فعالیت اجازه او د کمپلکیس جوړیدو نه وروسته ډ دوکانونو په ورکړه کې لومړیتوب ورکړل شي.
د عامه او خصوصي مشارکت رئیس فهد داود مومند وویل: زیانمنو دوکاندارانو تعهد کړی، چې په خپل لګښت به په موقتي ډول خپل دوکانونه رغوي او د کمپلیکس له کار پيلیدو سره به دوکانونه د جبران خسارې له غوښتو پرته تخلیه کوي.
د ښار جوړونې او ځمکو وزارت استازي وویل، چې د کمپلیکس معیاري ډیزاین او تخنیکي مطالعات به تر یوې میاشتې ترسره کړي.
د دې ترڅنګ، به له زیانمنو دوکاندارانو سره د ښه تفاهم په موخه، د دوی خپلمنځي ستونزې حل او له یوه ادرسه ورسره خبرې وشي.
په دې اړه به د اقداماتو او وړاندیزونو راپور د چارو ادارې د لوی ریاست له لارې، له جلالتماب جمهور رئیس سره هم شریک شي.