د ښارواليو د چارو سمون عمومي رئیس د ښارواليو چارو د ښه والي په موخه کاپيسا ته سفر وکړ

د ښارواليو د چارو سمون عمومي رئیس د ښارواليو چارو د ښه والي په موخه کاپيسا ته سفر وکړ

د چارو ادارې لوی رياست، د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده کاپيسا ته د ښارواليو د حقوقي حيثيت د تشريح په اړه غونډه کې چې د کاپیسا والي قاري احسان الله بريال، امينه قومندان او د بېلابيلو رياستونو رئيسانو ګډون کړی و؛ وينا وکړه.

دغه غونډه نن یکشنبه (۲۹ محرم الحرام/۱۴ زمري) د کاپیسا ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د اجنډا له مخې پر بېلابېلو موضوعاتو ويناوې وشوې.

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده وویل، د افغانستان خلکو د جهاد پر مهال له مجاهدینو سره همکاري وکړه، اوس چې اشغال پای ته رسېدلی، باید خلکو ته اساسي خدمات وړاندې شي.

ښاغلي اخندزاده د نظام پیاوړتیا او ثبات ته په اشارې سره وویل چې د اسلامي نظام بقا په اطاعت کې نغښتې ده، له بلې خوا په دې غونډه کې د کاپيسا والي قاري احسان الله بريال ډاډ ورکړ چې د دغه ولايت د مرکز (محمود راقي) ښاروال او د دې ولايت د پنځو ولسواليو د چارو د ښه والي لپاره به په هره برخه کې همکاري وکړي.

په دې غونډه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي ریاست سلاکار نورالله حقمل د کاري ساحې، د عوایدو د راټولولو او لګښت څرنګوالي، د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه پریزنټیشن وړاندې کړ او ګډونوالو ته یې د دې ادارې اړوند مسایلو په اړه وضاحت ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د دې ناستې په پای کې مولوي محمد اسحق اخندزاده د دغه ولایت د لومړۍ او دوهمې برخې، اله سای، نجراب او تګاب ولسوالیو له ښاروالانو سره په جلا جلا توګه وکتل او د چارو د لا ښه والي په موخه یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.