ميدان وردګ کې د ولايتي کارکوونکو ۶ ورځنی روزنيز پروګرام پیل شو

ميدان وردګ کې د ولايتي کارکوونکو ۶ ورځنی روزنيز پروګرام پیل شو

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د نوي تائيد شوي روزنیز نصاب له مخې، د میدان وردګو ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، امرینو او مدیرانو لپاره «۶» ورځنی روزنیز پروګرام پيل شو.

په دې اړه جوړه شوې غونډه چې د قران عظیم الشان د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه، وروسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس مفتي شهزاد نور «راشد» د روزنیز پروګرام ګډونوالو ته د دغې ادارې د موخو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او همدا راز یې د اداري روزنیزو پروګرامونو د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړه چې په پام کې ده، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اداري چارو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د ملکي ادارو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه جوړ کړو.

د يادونې وړ ده چې په دغه شپږ ورځني روزنیز پروګرام کې د (رهبرۍ، تصمیم نېولو، پلان جوړولو، د مدیریت د اساساتو، راپور لیکلو، د وخت مدیریت، د غونډو مدیریت، څارنې او ارزونې ) برخو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ د استادانو له خوا روزنه ورکول کېږي.