ملي تدارکاتو رياست د ودانيزو توکو او ماشينري افر پرانيسته ترسره کړه

ملي تدارکاتو رياست د ودانيزو توکو او ماشينري افر پرانيسته ترسره کړه
د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د برېښنا د ودانيزو چارو رياست د اړتيا وړ دودانيزو توکو،موټرو او ماشينري افر پرانيسته د داوطلبو شرکتونو د استازو په حضور کې ترسره کړه .
دغه غونډه نن يکشنبه (محرم الحرام۲۹مه/زمري ۱۴مه) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پیل کې د ملي تدارکاتو رئيس مولوي عبدالباقي منصور وويل کسب کار د خدای دوست دی نو موږ او ستاسو ددې ترڅنګ چې حلال رزق مو ګټلی وي بايد خپل هيواد ته خدمت هم وکړو.
همدا راز يې زياته کړه، د داو طلبۍ په هره پروژه کې بايد د هيواد ګټې هم په نظر کې ونيسو، د ملت سترګې زموږ او ستاسو په لور دي که موږ په خپلو پروژو کې په ښه اخلاص او صداقت سره کار وکړو او د هيواد په ابادولو کې يو بل ته لاس ورکړو، د حلالې روزي پيدا کولو ترڅنګ به مو خپل هيواد ته هم کار کړی وي.
نوموړي د افر پرانيستې داوطلبو شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې د داوطلبۍ پروسې يې شفافې دي او د هيچا حق نه ضايع کېږي او حق به خپل حقدار ته سپارل کېږي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پیل شوي وه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.