د چارو ادارې لوی رئيس: اسلامي نظام د ټولو لپاره خير او برکت دی

د چارو ادارې لوی رئيس: اسلامي نظام د ټولو لپاره خير او برکت دی

د چارو ادارې لوی ریاست اونیزه اداري غونډه د دې ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ جوړه شوه، چې پکې د ادارې د بېلابېلو ریاستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤولینو ګډون کړی و.
دغه غونډه چې نن شنبه (محرم الحرام ۲۸مه/ زمري ۱۳مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پیل یې د قرآنکریم په تلاوت وشو، ورپسې د اجنډا له مخې په ځینې موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

د چارو ادارې لوی رئيس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل اسلامي نظام د ټولو لپاره خیر او برکت دی، په ځانګړې توګه هغه کسانو ته چې ددې نظام په جوړښت کې دي او د خدمت کولو زمینه ورته برابره شوې ده.

نوموړي د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان ته په اشارې وویل، اوس د اسلامي نظام په رأس کې غوره شخصیتونه او علماء قرار لري د نورو په نسبت له الله تعالی څخه ډېر ډارېږي او په نيکو امر او له بديو څخه منعه خپل مکلفیت ګڼي.

د چارو ادارې لوی ریاست دې اونیزه اداري غونډه کې د تېرې اونۍ غونډو د پرېکړو په تعقیب د مطبوعاتو پر اهمیت او خلکو ته د نظام د فعالیتونو په اړه د پوهاوي اړوند هم بحث وشو.

همدا راز په غونډه کې د تخنیک او ټرانسپورټ رئیس په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د چارو ادارې لوی ریاست د تخنیک او ټرانسپورټ ریاست کې د ځینو ستونزو د حل په موخه دې لارښود ترتیب کړي.

په غونډه کې د دې سربېره د ځینو نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.

دا اداري غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.