د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئیس د کابل ښار پنځو ناحيو استازو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئیس د کابل ښار پنځو ناحيو استازو سره وليدل
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د کابل ښار پنځو ناحيو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه وليدل.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه (محرم الحرم۲۵مه/زمري ۱۰مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري د کابل ښار د يادو ناحيو استازو ته د هرکلي ترڅنګ وويل، تر اوسه مو د هيواد له بېلا بېلو اقشارو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه ګڼ شمېر غونډې کړي او د ولس د ستونزو حل په اړه دا بهير روان دی.
د غونډې په جريان کې د يادو ناحيو استازو او مخورو د څښاک پاکو اوبو کمښت، کانالیزاسیون، تذکرو، د هديرو ځمکو دغصب، په کابل ښار کې د يو کيلي موټرونو ډېروالي ستونزه او د لاسي پلورونکو په اړه ستونزې شريکې کړې.
همدا راز يې د متقاعدينو معاشاتو د ورکړې تر څنګ په ودونو کې د زيات ولور او د زياتو لګښتونو کمولو او ځوانانو ته د کار موندلو په اړه وړانديزونه وکړل.
د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس وويل اسلامي امارت له پيله تر اوسه په ډېرو برخو کې خپل ولس ته اسانتياوې برابرې کړي دي او د شته ستونزو د حل لپاره هم هڅې روانې دي ترڅو د ولس ټولې ستونزې حل او په خدماتو کې ورته اسانتياوې رامنځته شي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوي وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.