د چارو ادارې لوی رئيس: له بنديزونو او تحريمونو سربېره؛ اسلامي امارت ډېر پرمختګونه کړي

د چارو ادارې لوی رئيس: له بنديزونو او تحريمونو سربېره؛ اسلامي امارت ډېر پرمختګونه کړي
د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د پوهنې وزارت د مدارسو، دارالعلومونو او دارالحفاظونو د نتايجو جدولونو او شهادتنامو د برېښنايي کولو پرانيستغونډه کې ګډون وکړ.
دا غونډه چې نن سه شنبه(محرم الحرام۲۴مه/زمري۹مه) د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پکې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د پوهنې وزیر، د لوړو زده‌کړو وزارت معین او نورو ګڼو مسؤولینو برخه اخیستې وه.
غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس وویل؛ اسلامي امارت له بنديزونو او تحريمونو سره سره په ډېرو برخو کې پرمختګونه کړي دي او زياته يې کړه چې د خوښۍ ځای دی چې هره ورځ د نويو لاسته راوړنو، پرمختګونو او نوښتونو شاهدان يو.
شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور وويل چې تر دې وړاندې واکمنانو خپلې هیلې او غوښتنې پردیو پورې تړلې وې او په ظلم، فساد، خیانت او غلا کې یې له يو بل سره سيالۍ کولې، د ملت ټول حقوق یې تر پښو لاندې کړي و او پایلې یې ډیرې منفي وې.
خو په وينا يې چې اوس د سالم رقابت فضاء رامنځته شوې، احساس شته، هر امارتي کارمند په خپله برخه کې ځان مسؤول ګڼي، د پرديو پر ځای خپلو خلکو او ارزښتونو ته ترجیح ورکول کېږي او په هیڅ برخه کې چاته تمه او توقع نشته.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسیده.