د یو قلم جنس د ليلام خبرتيا

د یو قلم جنس د ليلام خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د خدماتو رياست يو قلم توکی (د ټاکنو د ګوتې رنګ) د ۱۴۰۳/۰۵/۲۰ مه نېټه ۹:۰۰ بجې له غرمې مخکې د ټاکلي پلاوي په وړاندې ليلاموي، انفرادي اشخاص او سوداګريز شرکتونه که يې غوښتونکي وي کولی شي چې په ټاکلې نېټې د لويې جرګې تالار ته مراجعه وکړي.
يادونه: ٪۱۵ فيصده پيسې له داوطلبۍ مخکي اخيستل کېږي.
د زياتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېرو اړيکه ونيسئ.
0700205019 _ 0744195200