د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ د ۵۵ قلمه ترانسفرمرونو او ۱۳قلمه د سيم او کيبل او د بېلا بېلو اصلاحي توکو پروژه (دوه لاټه)
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1403/G-613/NCB
بانکي تضمين:په شرطپاڼه کې درج شوی.
د افر پرانیستې ناسته: ۱۴۰۳ مالي کال د وږي ۳مه له غرمې مخکې 9:00 بجې.
د اړيکي شمېره: 0202143274
ایمیل: npd.bidding1@gmail.com
پته: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.