د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوی د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

د پروژې نوم: د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت څخه غوري سمنټو فابریکې ته د دیرش زرو ټنو ډبرو سکرو انتقال
د داوطلبۍ شمېره: NPD/SOCBD/1403/NCS-633/NCB
بانکي تضمين: په شرطپاڼه کې د درج شوي مبلغ له مخې.
افر پرانیستې ناسته: ۱۴۰۳ مالي کال د زمري ۲۵مه له غرمې مخکې 9:00 بجې.
د اړيکي شمېره: 0202143274
ایمیل: npd.bidding3@gmail.com
پته: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.