د قرارداد ورکړې خبرتیا

د قرارداد ورکړې خبرتیا
د ا.ا.ا چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب په پام کې لري ترڅو د ګولایي پارک دویم بلاک سرک څخه د امنیت ښارګوټي سرک له کانال سره د ودانیزو چارو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD\KM\1403\W- 328\NCB ده، د برایټ بلډرز ساختماني شرکت ته چې د کابل کارته نو سیمه کې موقعیت لري، په مجموعي قیمت 54,369,590 څلور پنځوس میلیونه، درې سوه او نهه شپیته زره او پنځه سوه او نوي افغانیو په بدل کې ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.