د چارو ادارې لوی رئیس؛ اسلامي امارت د ولس رښتینې هوساينې لپاره هڅې کوي

د چارو ادارې لوی رئیس؛ اسلامي امارت د ولس رښيتنې هوساينې لپاره هڅې کوي
د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د افغان پست امارتي شرکت له لوري د بهرنیو چارو، پوهنې وزارت او احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړه لیکونو لاسلیک غونډه کې ګډون وکړ.
دا غونډه چې نن چهارشنبه(محرم الحرام ۱۸مه/ زمري ۳مه) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پکې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور پخپلو خبرو کې وویل؛ اسلامي امارت د ولس رښتينې هوساينې لپاره هڅه کوي او ټولې حکومتي ادارې د ولس په واقعي خدماتو بوختې دي.
شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وویل چې تر دې وړاندې د حکومتونو موخې او اهداف غير معياري وو، خو په وينا يې چې اوس دلته د چا فرمايشونه نشته، واحده رهبري او خپلمنځي همغږي شتون لري او اسلامي امارت د ولس غوښتنو ته په کتو معياري خدمات وړاندې کوي.
په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير او نورو مسؤولينو هم ويناوې وکړې او دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.