د ظرفيت لوړونې لس ورځني روزنيز پروګرام څخه ۶۷ تنه فارغ شول

د ظرفيت لوړونې لس ورځني روزنيز پروګرام څخه ۶۶ تنه فارغ شول

د چارو ادارې لوی رياست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ملکي خدمتونو انسټيټوټ د ظرفيت لوړونې لس ورځني سیمينار څخه د مختلفو ولاياتو ۶۶ تنه کارکوونکي فارغ شول.

دغه غونډه چې نن سه شنبه(محرم الحرم۱۷مه/زمري۲مه) د ملکي خدمتونو انسټيټوټ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئيس مفتي شهزادنور راشد ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل د ولاياتو د امريتونو په همکارۍ يې زرګونو کارکوونکو ته پخپلو مسلکونو کې روزنه ورکړې ده او دا لړۍ لا دوام لري.
نوموړي وويل، همدا راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د نظام د بېلابېلو ارګانونو سلګونو پيچلې اداري پروسې ساده کړي او په مختلفو ولاياتو کې يې د بشري سرچينو سره په همغږۍ يې سلګونه تنه د ازادې سيالۍ او ازموينې له لارې په دندو ګمارلي دي.

په پاي کې د ياد روزنيز پروګرام په ګډونوالو تصدیق ليکونه ووېشل شول او دا مجلس چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.