د کابینې دوهمه غونډه؛ د هېواد د بندرونو چارو ارزونې لپاره پلاوی وټاکل شو

د کابینې دوهمه غونډه؛ د هېواد د بندرونو چارو ارزونې لپاره پلاوی وټاکل شو
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې دوهمه غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «۱۴۴۶ هجري قمري کال د محرم الحرام ۱۶مه/ زمري لومړۍ» ترسره شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې له اجنډا سره سم په هېواد کې د بندرونو د ستونزو حل په اړه د ماليې وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د هېواد بندرونو څخه ليدنه وکړي، ستونزې په نښه او د حل لپاره يې وروستی راپور د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
همدا راز د کابينې په دې غونډه کې د يو شمېر نورو مهمو اقداماتو لپاره هم پلاوي وټاکل شول، ترڅو يې په اړه د کابينې راتلونکې غونډې ته حل لارې او وړانديزونه وړاندې کړي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.