په هېواد کې د ښاري موټرو د تمځايونو جوړولو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

په هېواد کې د ښاري موټرو د تمځايونو جوړولو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان د تطبیق په موخه د هیواد د ولایتونو په مرکزونو کې د ښاري تمځايونو لپاره د ځمکې د ټاکلو او تثبیت په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د ملي اقتصاد او زیربناوو رئيس مفتي شمس الرحمن په مشرۍ غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه نن دوشنبه (محرم الحرام ۱۶مه/زمري لومړۍ) د چارو ادارې لوی رياست په مرمرينه ماڼۍ کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند، کور او ښار جوړونې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، د کابل ښاروالۍ او ترافيکو لوی رياست د استازو په ګډون جوړه شوې وه او د ښاري موټرو تمځایونو د جوړولو لپاره د ځمکې د تعیین او تثبیت د طرزالعمل په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

په دې غونډه کې د ملي اقتصاد او زېربناوو رئيس مفتي شمس الرحمن د طرزالعمل په اړه د يادو ادارو د استازو نظرونه په دقت سره واورېدل او پرېکړه يې وکړه، چې دغه طرزالعمل دې د ملي اقتصاد او زېربناوو رياست د کارپوهانو له لوري وڅېړل شي او د نهايي کولو او تصمیم نیولو لپاره دې اړوندو مراجعو ته ولېږل شي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه د خير په دعا پای ته ورسېده.