د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د اصلاحاتي پروژې د ۶کيلو واټه برېښنا لپاره د ۶ قلمه برېښنا پايې، ۱۴ قلمه سيم او کيبل، ۴۷ قلمه ټرانسفرمرونه او د متفرقه تجهيزاتو پروژه (درې لاټه)
داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1403/G-588/NCB
بانکي تضمين: په شرطپاڼه کې درج شوی.
افر پرانیستې ناسته: ۱۴۰۳ مالي کال د زمري ۲۲مه له غرمې مخکې 9:00 بجې.
د اړيکي شمېره: 0202143274
ایمیل: npd.bidding3@gmail.com
پته: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.