د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: له اندخوی څخه تر میمنې پورې د 110 کیلو ولټ برېښنا مزي د نوي کولو لپاره د اړتیا وړ ۶ قلمه بریښنایي تجهیزاتو د تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1403/G-611/NCB
بانکي تضمين: 2,300,000 (دوه ميليونه، درې سوه زره افغانۍ)
د افر پرانيستې ناسته: ۱۴۰۳ کال زمري ۲۱مه ۹:۰۰ بجې
د اړيکې شمېره: 0202143274
ایمیل: npd.bidding1@gmail.com
پته: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.