د ملکي خدمتونو انسټيټوټ له دوو ښوونيزو پروګرامونو څخه ۱۶۸ تنه فارغ شول

د ملکي خدمتونو انسټيټوټ له دوو ښوونيزو پروګرامونو څخه ۱۶۸ تنه فارغ شول

نن پنجشنبه (محرم الحرام ۱۲مه/چنګاښ ۲۸مه) د ملکي خدمتونو انسټیټوټ کې د ۱۴ وزارتونو او ادارو د بېلابېلو سطحو ۱۶۸ کارکوونکي له له زده کړو فارغ شول او تصديقليکونه پرې ووېشل شول.

په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د ملکي خدمتونو انسټيټوټ مرستیال انجینر ویس الدین ویس وویل، د رهبرۍ او تطبیقي مدیریت د ودې لپار د روزنیزو پروګرامونو جوړولو هدف د ملکي خدمتونو په څانګو کې د کارکوونکو د پوهې او مهارتونو د کچې لوړول او د خدمتونو ښه وړاندې کول ياد کړل.

د یادونې وړ ده چې په دې دوره کې ۵۸ تنو د رهبرۍ د پراختیا په روزنیز پروګرام کې او ۱۱۰ تنو د مدیریتي مهارتونو د عملي کولو په پروګرام کې ګډون کړی او لازمې زده کړې یې ترلاسه کړې دي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.