د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د ترکتبارانو له علماوو، قومي مخورو او استازو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د ترکتبارانو له علماوو، قومي مخورو او استازو سره وليدل
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د هېواد د ترک توکمو «ترکتبارانو» له علماوو، قومي مخورو او مشرانو سره د هغوی د يو لړ ستونزو د حل په موخه وليدل.
دغه غونډه نن چهارشنبه (محرم الحرام۱۱مه/ چنګاښ ۲۷مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال انجينر نورمحمد حيدري د غونډې ګډونوالو ته د هرکلي تر څنګ وويل چې اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی مسؤلينو ته هدایت کړی دی چې د ولس ستونزې واوري او د حل په اړه يې اقدامات وکړي، نو په همدې اساس د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست د ټولنې د بېلابېلو اقشارو سره د هغوی د ستونزو د حل په اړه تر سلو ډېرې غونډې کړي دي.
د ترکتبارانو علماوو، قومي مخورو او استازو په خپل وار خبرې وکړې او په مختلفو برخو کې يې ستونزې يادې کړې چې په کې د ښوونځيو زياتوالی، امامانو د معاشونو زياتول او د ښځينه زده کوونکو لپاره د مدرسو جوړول يې اساسي ستونزې يادې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.
د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د ترکتبارانو علماوو، قومي مخورو او مشرانو ستونزې او مشکلات واورېدل او ډاډ يې ورکړ چې ستونزو ته به يې رسيدنه وشي او مسؤولو مقاماتو سره به یې ستونزې د حل لپاره شريکې شي، نوموړي يادو استازو ته ډاډ ورکړ چې د امارت دروازې د ولس پر مخ خلاصې دي او هڅه کوي چې ستونزو ته يې په ښه توګه رسېدنه وکړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.