د قرارداد ورکړي خبرتيا

د قرارداد ورکړي خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په استازيتوب د هوايي ډګر له څلور لارې د ګمرک تر سرک پورې د سرک جوړونې چارو پروژه(د کانال جوړونې دويم لاټ) چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/KM/1402/W-106/NCB ده، د اتحاد کاروان ودانيز شرکت چې د کابل ښار په ده افغانانو کې د زرنګار له پارک ترڅنګ موقعيت لري په 98,975,970 (اته نوي ميليونه، نهه سوه پنځه اويا زره، نهه سوه اويا افغانۍ) په مجموعي قيمت په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.