د قرارداد ورکړې خبرتيا

د قرارداد ورکړې خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په استازيتوب د منډوي د داخل سرکونو ودانيزو چارو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/KM/1403/W-326/NCB ده، السبحان نيازمند ودانيز شرکت ته چې د کندهار په ۳مه ناحيه ايوبي مارکيټ کې موقعيت لري په 53،497،170 ( دري پنځوس ميليونه، څلور سوه اوه نوي زره، يو سلو اويا افغانۍ) په مجموعي قيمت په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.