پاکستان کې د افغان ملي بانک د جايدادونو د ستونزو حل په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

پاکستان کې د افغان ملي بانک د جايدادونو د ستونزو حل په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست د رئيس الوزراء د هدایت پر اساس له اړوندو ادارو سره په پاکستان کې د افغان ملي بانک د جايدادونو د ستونزو حل په موخه غونډه وکړه.

دغه غونډه نن دوشنبه (محرم الحرام ۹مه/چنګاش ۲۵مه) د چارو ادارې لوی رياست کې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه چې په کې د ماليې، عدليې او بهرنيو چارو وزارتونو او افغان ملي بانک استازو ګډون کړی و او په پاکستان کې د افغان ملي بانک د جايدادونو په اړه بحث وشو.

په دغه غونډه کې د يادو ادارو استازو په پاکستان کې د افغان ملي بانک د جايدادونو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړل او په دغه هېواد کې يې د افغانستان قونسلګرۍ له لارې د دغو جايدادونو د ستونزو د حل سپارښتنه وکړه.

په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس پرېکړه وکړه چې د ماليې وزارت په مشرۍ دې د اړوندو ادارو له استازو څخه يوه دايمي کمېټه جوړه شي؛ ترڅو په پاکستان کې د افغانستان قونسلګري سره په همغږۍ د اسلامي امارت د جايدادونو د قضيو پلټنه وکړي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوي وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.