د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د تدارکاتو له رياست او يا د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د پغمان بالاباغ او د دارالامان ماڼۍ د تشنابونو او سايه بان ودانولو چارې.
د داوطلبۍ شمېره: AOP/W/002/1403/NCB
بانکي تضمين: (30٫000) ديرش زره افغانۍ.
د افرپرانيستې ناسته: ۱۶/۰۵/۱۴۰۳ مالي کال، له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې
ادرس: د تدارکاتو ریاست، مرمرينې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.