په هيواد کې ټرانسپورټي اډو او ترمينلونو جوړولو لپاره د ځمکو د انتقال په اړه غونډه وشوه

په هيواد کې ټرانسپورټي اډو او ترمينلونو جوړولو لپاره د ځمکو د انتقال په اړه غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد او زېربناوو رياست په مشرۍ د اميرالمؤمنين حفظه الله د حکم په اساس په هېواد کې د ټرانسپورټي اډو او ترمينلونو جوړولو لپاره د ځمکو د انتقال په اړه غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن يکشنبه (محرم الحرام ۸مه/چنګاښ ۲۴مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړ شوي وه، په کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند، کور او ښار جوړونې وزارتونو، د ښارواليو چارو سمون عمومي رياست، کابل ښاروالۍ او د ترافيکو لوی رياست استازو ګډون کړی و او په هېواد کې د ټرانسپورټي اډو او ترمينلونو جوړولو لپاره د ځمکو د انتقال په اړه بحث وشو.
په غونډه کې د ملي اقتصاد او زيربناو رئيس مفتي شمس الرحمن د اړوندو لورويو نظرونه او دلايل په غور سره واورېدل او پرېکړه يې وکړه چې د اډو او ترمينلونو جوړولو لپاره د ځمکو انتقال په اړه دې په ولاياتو کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند، کور او ښار جوړونې، اراضي، اطلاعات او فرهنګ رياستونو څخه په ګډه يو کمېټه وټاکل شي تر څو د اډو او ترمينلونو لپاره ځمکه تثبيت کړي او معلومات دې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.