د افغاني سرې میاشتې ملکیت اړوند د همغږۍ غونډه وشوه

د افغاني سرې میاشتې ملکیت اړوند د همغږۍ غونډه وشوه

د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د چارو ادارې لوی ریاست د حقوقي تقنیني او قضایي چارو ریاست په مشرۍ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د استخباراتو عمومي ریاست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ترمنځ د کابل ښار پنځمې ناحیه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ملکیت اړوند د همغږۍ غونډه وشوه.
دغه غونډه نن يکشنبه (محرالحرام ۸مه/چنګاښ ۲۴مه) د چارو ادارې لوی رياست عمومي تالار کې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، وروسته د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني، او قضايي چارو رياست مرستيال د موضوع اړوند معلومات وړاندې کړل.

غونډه کې ګډونوالو د افغاني سرې مياشتي ټولنې ملکيت اړوند خپل نظرونه وړاندې کړل او د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنیني او قضايي چارو ریاست څخه يې وغوښتل تر څو د افغاني سرې میاشتې ټولنې ملکیت د تثبیت په برخه کې همکاري وکړي او هرې ادارې ته خپل ځمکې د سپارلو او یا بدیل هڅه وکړي.

د غونډې پای کې د حقوقي، تقنيني، او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني له هغه ادارو څخه چې په قضيه کې داخل دي وغوښتل چې خپل اسناد وړاندې کړي او همدارنګه يې زیاته کړه چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضی ریاست دې هغه ملکیت چې افغاني سرې میاشتې ټولنې اړوند دی؛ تثبیت کړي ترڅو راتلونکې غونډه کې د اسنادو او د ساحې له بررسۍ وروسته پرېکړه وشي او د هرې ادارې ځمکه همغې ادارې ته وسپارل شي.

دغه غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.