د چارو ادارې لوی رئيس «د غوره صادروونکو ستاينغونډه» کې ګډون وکړ

د چارو ادارې لوی رئيس «د غوره صادروونکو ستاينغونډه» کې ګډون وکړ

د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور نن پنجشنبه (محرم الحرم ۵مه/ چنګاښ ۲۱مه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د «۱۴۰۲ لمريز کال، د غوره صادروونکو ستاینغونډه» کې چې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ ګډون وکړ.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د صادراتو په اهميت وينا وکړه او زياته يې کړه چې اسلامي نظام د سوداګرۍ په برخه کې د اشخاصو پر صداقت، ايماندارۍ او تقوا ډېر تأکيد کړی او په وينا يې صادق او امين سوداګر به له دنيوي او اخروي ګټو برخمن وي.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې سوداګر باید په سوداګريزو معاملاتو کې يوازې خپلې ګټې نه، مګر په دې برخه کې د نظام او ولس حيثيت هم په پام کې ونیسي، ترڅو په کور دننه او نړيواله کچه د نظام او هېواد حيثيت او باور زيانمن نشي.

نوموړي سوداګرو ته په وينا کې وويل چې د هېواد سوداګر وياړلي دي چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی ورته د اقتصادي مجاهدينو لقب ورکړی دی.

د يادونې وړ چې په دې غونډه کې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال، د کور او ښار جوړونې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ او يو شمېر نورو وزارتونو مسؤولينو، چارواکو او سوداګرو ګډون کړی و، چې په پای کې په غوره صادروونکو ستاينليکونه ووېشل شول.
دا غونډه چې د قرانکریم په مبارکو آیتونو پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسیده.