1 وږی 1399
د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدايت په اساس د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی رياست د دولت د چارو د انسجام مرستيال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل د پوهنې وزارت د علمي شورا رئيس، شهيد پوهنوال ډاکټر عب

د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدايت په اساس د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی رياست د دولت د چارو د انسجام مرستيال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل د پوهنې وزارت د علمي شورا رئيس، شهيد پوهنوال ډاکټر عبدالباقي امين کورنۍ او دوستانو ته د جمهور رئيس د تسليت او ډاډګيرنې پيغام ورساوه.
جمهور رئیس هدايت کړی و چې د شهيد کورنۍ سره د مساعدت تر څنګ دې امنيتي او کشفي ارګانونه د هغه د قاتلينو په پيژندلو او د قانون منګولو ته سپارلو کې جدي اقدام وکړي.
د چارو ادارې مرستيال، د شهيد امين شهادت د هېواد اکاډميکي کورنۍ لپاره يو ستره ضايعه وبلله او زياته يې کړه چې د سولې او ثبات دښمنان هڅه کوي چې د سولې فعالانو او معتدله اشخاصو په فزيکی حذف سره په هېواد کې د سولې د راتلو مخه ونيسي، خو دا ډول ناوړه هڅی به نه يوازې د سولې د هڅو مخه ډب نشي کړای بلکې د سولې په برخه کې به د دولت او خلکو اراده لا پسې قوي کړي.