د قرارداد ورکړي خبرتيا

د قرارداد ورکړي خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست په پام کې لري چې د چارو ادارې لوی رياست د تخنيک او ټرانسپورټ رياست لپاره د اړتيا وړ وسایطو لپاره د ماشين الاتو پروژه چې تشخيصه نمبر يې AOP/G/024/1403/NCB ده، د صديق احمدي شرکت ته چې د کابل په قوای مرکز کې موقعيت لري او د جواز شمېره يې 0101-20448 دی، په 2،995،000 (دوه ميليونه، نهه سوه پنځه نوي زره افغانۍ) په مجموعي قيمت په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.