د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه وشوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه د شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د ادارې د رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤولينو ګډون کړی و.
دا غونډه چې نن شنبه «ذوالحجه ۲۹مه/ چنګاښ ۱۶مه» جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې له اجنډا سره سم په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
همدا راز په ولايتي ښارواليو کې د ټاکنو په اړه د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم د ښه تطبيق او تحقق او د ښارواليو د عادي او پراختيايي بودجې په اړه هم هر اړخيز بحثونه وشول او په اړه يې لازم تصاميم ونيول شول.
د چارو ادارې لوی رياست دې اونيزه غونډه کې د ښارواليو چارو د انسجام لوی رياست لپاره اداري کارکوونکو او د مالي رياست اړوند ماڼيو او باغونو کې د بالمقطع کارکوونکو د تقرر په اړه هم بحث او پرېکړې وشوې.
دا اونيزه اداري غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.