د افغان ملي ماڼۍ د ستونزو حل په موخه غونډه وشوه

د افغان ملي ماڼۍ د ستونزو حل په موخه غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء د حکم په اساس د کابل ښار په دهمزنګ سيمه کې د افغان ملي ماڼۍ د ستونزو حل په اړه د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست په مشرۍ غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن دوشنبه(ذوالحجه ۲۴مه/چنګاښ۱۱مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو به تالار کې جوړه شوې وه، په کې د کابل ښاروالۍ، افغان ملي بانک او عزيزي ګروپ شرکت استازو ګډون کړی و، د افغان ملي ماڼۍ د قرارداد او د پيسو د تأديې په اړه بحث وشو.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني د مقابل لورو نظرونه او دلايل په غور سره واورېدل او ويې ويل چې د موضوع د حل په موخه دي يادې ادارې خپل اسناد وړاندې کړي تر څو په راتلونکي غونډه کې پرې بحث او پرېکړه وشي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.