د داوطلبۍ خبرتیا

د داوطلبۍ خبرتیا
د ا.ا.ا چارو ادارې لوی ریاست تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د لاندې ذکر شوې پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت دې په فلش ډیسک کې د چارو ادارې لوی ریاست تدارکاتو ریاست او یا د دې ادارې له ویب پاڼې ترلاسه، خپل افرونه دې په شرطپاڼه کې درج شویو شرایطو او د تدارکاتو د اصولو او طرزالعملونو له مخې په سرتړلي شکل د دې خبرتیا له اعلان تر ۱۴۰۳/۵/۳ لسو بجو د ا.ا.ا چارو ادارې لوی ریاست تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست اړتیا وړ د ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک پروژه
تشخیصیه نمبر: AOP/G/011/1403/NCB 
بانکي تضمین: (۲۶۰،۰۰۰) دوه سوه او شپیته زره افغانۍ
د افر پرانیستې غونډه: د ۱۴۰۳/۵/۳ کال له غرمې مخکې لس بجې
ادرس: د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو ریاست چې د کانونو وزارت (پخوانۍ ودانۍ) کې موقعیت لري.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.

د اړیکې شمېره: 0202143795