د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د سوداګرو او کسبګرانو اتحادیې استازو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د سوداګرو او کسبګرانو اتحادیې استازو سره وليدل

د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د سوداګرو او کسبګرانو اتحادیې استازو سره د هغوی ستونزو د حل په موخه وليدل.

دغه غونډه نن چهارشنبه (ذوالحجې ١٩مه/ چنګاښ ٦مه) د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، ورپسې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال انجنیر نورمحمد حيدري د یادې اتحادیې استازو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ زیاته کړه چې د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ يې د خلکو ستونزو د حل په موخه تېر کال کې ٩٨ غونډې ترسره کړي دي.

په غونډه کې د کابل د سوداګرو او کسبګرانو اتحادیې استازو خپل وړاندیزونه، نظريات او طرحې وړاندې کړې او د سوداګريزو ویزو، ښاروالۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارت او سوداګرۍ خونې سره یې د اړیکو په جوړېدو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د دې اتحادیې فعالیتونو ستایلو ترڅنګ زیاته کړه چې سوداګري په اسلام کې ځانګړی مقام لري او ډېر پيغمبران سوداګر تیر شوي دي، هغه وویل چې ټول په يو هېواد کې ژوند کوو، نو اړینه ده چې د سوداګرو او اسلامي امارت ترمنځ ډېره همغږي رامنځته شي.
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د سوداګرو او کسبګرانو اتحادیې استازو نظرونو او وړاندیزونو اورېدلو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او مشکلات به يې د حل لپاره د اسلامي امارت له مشرتابه سره شريکې‌ کړي.

دا مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.