د چارو ادارې لوی رياست نوي ټاکل شوي معاونين او رئيسان معرفي شول

د چارو ادارې لوی رياست نوي ټاکل شوي معاونين او رئيسان معرفي شول

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د منظورۍ او حکم په اساس د چارو ادارې لوی رياست دوه معاونين او يو شمېر رياستونو ته د نويو ټاکل شويو رئيسانو د معرفي غونډه تر سره شوه.

دغه غونډه چې نن سه شنبه(ذی الحجه ۱۸مه/ چنګاښ ۵مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو، ورپسې له اجنډا سره سم د چارو ادارې لوی رئیس او يو شمېر مسؤلينو ويناوې وکړې.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې؛ د اسلامي امارت د مسؤلينو ټاکنې تر ډېره بریده د اشخاصو وړتیا او اهلیت ته په کتو ترسره کيږي او په دې برخه کې د واسطې، معاملې او شخصي اړيکو کوم رول نشته.

نوموړي وويل؛ څوک چې په خپل مسؤليت کې خپلې ورسپارل شوې چارې په ښه توګه سرته ورسوي، د دنيا او اخرت د ښېرازۍ او کاميابۍ لامل يې کيږي او که چېرته خپل ورسپارل شوي مسؤليت کې غفلت وکړي نو د قيامت په ورځ به له پښېمانۍ او ناکامۍ سره مخ وي.

همدا راز د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال قاري عبدالولي صديقي غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې؛ دا نظام د کومو انتخاباتو او يا کومې سياسي معاملې له لارې نه مګر د ډېرو قربانيو په نتيجه کې منځته راغلی دی او په وينا يې چې هر مسؤل په خپل ورسپارل شوي مسؤليت مکلف دی ترڅو هر يو يې په خپله برخه کې په ښه توګه چارې سرته ورسوي.

د معرفي په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د کورنۍ پلټنې رئيس مولوي محمد صابر معتصم باالله وويل؛ اسلامي امارت تر دې حده په اطاعت او اخلاص رارسېدلی دی او په وينا يې چې د اسلامي امارت مشران د هېواد او نظام په اړه د خير پريکړې کوي، موږ يې په سر سترګو منو او زموږ هدف ولس ته خدمت کول دي.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د رياست الوزراء مقام د منظورۍ او حکم په اساس د چارو ادارې لوی رياست کې لاندې ټاکنې او تغیرات رامنځته شول.

د ملي تدارکاتو پخوانی رئیس قاري عبد الولي صدیقي د چارو ادارې لوی رياست د مالي او اداري معاون په توګه.
د کورونو او جايدادونو د څېړنې پخوانی رئیس مولوي عبد الباري عاطف د پالیسي او نظارت د معاون په توګه.
د اقتصاد او زېربناوو ریاست پخوانی رئیس مولوي فيروز خان د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رياست د رئيس په توګه.
د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو پخوانی رئيس مولوي عبدالباقي منصور د ملي تدارکاتو د رئيس په توګه.
د مالي او اداري معاونيت پخوانی معاون مولوي محمد صابر المعتصم بالله د د اخلی تفتيش د رئيس په توګه.
مولوي عطاء الرحمن د چارو ادارې لوی ر ياست د دفتر رياست د مرستيال په توګه.
د دفتر رياست پخوانی رئيس مولوي محمد حنان حقاني د حقوقي او تقنیني چارو د رئيس په توګه.
د دفتر ریاست پخوانی مرستیال مفتی سید محمد رسول شریفی (احسان الله بدر)د مطبوعاتو رياست د رئیس په توګه.
د بهرنیو اړیکو د انسجام پخوانی رئیس مفتي شمس الرحمن د اقتصاد او زير بناوو ریاست د رئیس په توګه.
مولوي محمد ابراهيم د طرح او ډيزاين ریاست د رئيس په توګه.
مولوي عزت الله د ښاروالیو د انسجام رياست د مرستيال په توګه.
مولوي غلام الرحمن حيدري د پروژو د انسجام او نظارت د رئيس په توګه.
د مطبوعاتو ریاست پخوانی رئیس مولوي احمدګل ریان د بهرنیو اړیکو د انسجام رياست د رئیس په توګه.
مولوي محمد انور مستقیم له اداري فساد سره د مبارزې د رئیس په توګه.
قاري عبد المتین د ښاروالیو د انسجام ریاست د عملیاتي رئیس په توګه.
مولوي محمد نعيم د کورونو او جايدادونو د څېړنې ریاست د رئيس په توګه.
مولوي عبدالرؤف خدام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ولايتي چارو د اړيکو او همغږۍ د آمر په توګه وټاکل شول.

دغه غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.