د چارو ادارې لوی رئيس د څرخي پله زندان له مسؤلینو او زندانیانو سره ولیدل

د چارو ادارې لوی رئيس د څرخي پله زندان له مسؤلینو او زندانیانو سره ولیدل

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور له يو شمېر رئيسانو او مسؤلينو سره د څرخي پله زندان ته ولاړ او هلته يې د زندان له مسؤلينو او زندانيانو سره وليدل.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د څرخي‌پله زندانیانو ته په خپلو خبرو کې وویل؛ زندانونو ته دوه ډوله خلک راځي، يو هغه چې جرم او ګناه ولري او بل هغه چې د الله تعالی په نزد مجرم نه وي، خو د حاکمو نظامونو له لوري زنداني او مجرم وبلل شي، لکه په تېر کې چې زندانونه له افغانانو ډک وو؛ خو هغوی د الله تعالی په نزد مجرمين نه وو.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل زندان د امتحان او عبرت ځای دی او هغه زندانیان چې د شریعت د پرېکړې له مخې دلته راغلي، دا دې د الله تعالی رحم، کرم او لوی سعادت وګڼي او په خپلو ګناهونو دې پښېمانه شي؛ ترڅو الله تعالی ورته مغفرت وکړي او له دې ځایه نیکبخته ووځي.

د چارو ادارې لوی رئيس وويل اسلامي امارت د مور او پلار حیثیت لري، نو طبعي ده چې مور او پلار هیڅکله پر اولاد نشي ظالم کېدلی، پر هغوی همېشه د ترحم او شفقت نظر کوي او نه غواړي چې بچيان يې له ناکامۍ او سختو تعذیبونو سره مخ شي.


نوموړي وويل، لکه څرنګه چې دا نظام د عدل او انصاف تر ټولو بهترین مثال دی؛ نو که د خپل صف متعهد او وفادار ملګری یې دی؛ خو چې جرم ورنه وشو، سزا ورکوي، سره له دې چې د نظام لپاره به یې ډیرې قربانۍ ورکړې وي، خو د جرم او ګناه په وخت کې اسلامي نظام ته بې تفاوته ده.

د چارو ادارې لوی رئيس په پای کې د زندانيانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په اړه يې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ‌.