د چارو ادارې لوی رياست د رهبرۍ له لوري له مسؤلينو او کارکوونکو سره د اختر مبارکۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د رهبرۍ له لوري له مسؤلينو او کارکوونکو سره د اختر مبارکۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور له مسؤلينو او کارکوونکو سره د اختر مبارکۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.
د چارو ادارې لوی رياست مسؤلينو او کارکوونکو سره د اختر مبارکۍ دا غونډه نن شنبه (ذوالحجې ۱۵مه/چنګاښ دويمه) د دې رياست د غونډو په تالار کې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، چې په کې د ادارې مشرتابه، مسؤلينو او کارکوونکو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې د چارو ادارې لوی رئيس شیخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل؛ لوی اختر د الله تعالی په لار کې د حضرت ابراهيم عليه السلام له فداکاريو او قربانيو څخه دی چې د الله تعالی د رضا لپاره آن د خپل زوی قربانۍ ته تيار شو.

همد راز نوموړي وويل موږ له اسلامي نظام سره تړاو لرو، د نظام د يو غړي په توګه په کې کار کوو او په وينا يې باوري يو چې اسلامي نظام له تيرو نظامونو څخه متفاوت دی، زموږ د هيواد راتلونکې جوړوي او د ملت هيلې او اميدونه له اسلامي امارت پورې تړلي دي.

د غه مراسم د خير په دعا سره پای ته ورسېدل.