د افغان ملي ماڼۍ په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د افغان ملي ماڼۍ په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست د رياست الوزراء عالي مقام د هدايت په اساس د کابل ښار په دهمزنګ سيمه کې د افغان ملي ماڼۍ د ستونزو د حل په اړه له اړوندو ارګانونو سره د همغږۍ غونډه وکړه.

دا غونډه چې نن چهارشنبه (ذوالحجه ۵مه/غبرګولي ۲۳ مه) د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست په مشرۍ جوړه شوې وه په کې په کې د قراردادونو د تصفيې او تفکيک کمېټې، ماليې او عدليې وزارتونو، کابل ښاروالۍ او افغان ملي بانک استازو هم ګډون کړی و، چې په کې د افغان ملي ماڼۍ د ماليې د تحويل او د برېښنا د لاين غځولو په اړه بحث وشو.

په دغه ناسته کې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست مسؤلينو د موضوع په اړه د غونډې د ګډونوالو او ادارو د استاوز نظريات او وړانديزونه واورېدل او د کابل ښاروالۍ او افغان ملي بانک له مسؤلينو څخه يې عزيزي ګروپ ته د پيسو د تاديې په اړه د جزياتو او تفصيلي معلوماتو وړاندې کولو غوښتنه وکړه، ترڅو يې راتلونکې غونډه کې يې شريک کړي، چې په اړه يې لازم تصاميم ونيول شي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوي وه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.