يو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

يو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له لوري د کابل ښار پنځلسمې ناحيې اړوند خواجه رواش ښارګوټي کې يو باب اپارتمان له هر اړخيزې څېړنې وروسته خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.

نن سه شنبه (ذوالحجې ۴مه/غبرګولي۲۲مه) د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست يو تن مسؤل مولوي لعل محمد برهاني وويل؛ يو باب اپارتمان چې خواجه رواش ښارګوټي کې موقعيت لري، اصلي څښتن يې معلوم نه و، نو له دې امله چې څه ستونزه پېښه نه شي؛ د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له لوري مهر لاک شوی و؛ اوس خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو.

د ياد کور اصلي څښتن محمد نسيم د عبدالکريم زوی چې د کاپيسا ولايت اصلي اوسېدونکی دی، د چارو ادارې لوی رياست له مسؤلينو څخه د مننې ترڅنګ وويل؛ د دې په خاطر چې اپارتمان او په کې موجود توکي ساتل شوي وي د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له لوري مهر لاک شوی و او خوښي يې وښوده چې اپارتمان ورته بېرته وسپارل شو.
د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د امنيتي بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي چې حق خپل حقدار ته وسپاري چې په همدې اساس د اسلامي امارت د بيا واکمنېدو وروسته تر اوسه ۱۴۵ بابه کورونه او اپارتمانونه له هر اړخيزي څېړنې وروسته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي.