احمد شاه بابا مينې دوهم بلاک څخه تر امنيت ښارګوټي د سرک جوړولو پروژې افر پرانيسته وشوه

احمد شاه بابا مينې دوهم بلاک څخه تر امنيت ښارګوټي د سرک جوړولو پروژې افر پرانيسته وشوه

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د احمد شاه بابا مينې د دوهم بلاک له ګولايي څخه د امنيت ښارګوټي پورې د سرک او کانال جوړولو پروژې افر پرانيسته د يو شمېر داوطلبو شرکتونو د استازو په حضور کې ترسره کړه.

دغه غونډه نن سه شنبه (ذوالحجې ۴مه/ غبرګولي ۲۲مه) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د ملي تدارکاتو رياست مرستيال شيخ عبدالرحيم رحيمي وويل اسلامي امارت غواړي چې بېلابېلې پروژې د ازادې داوطلبۍ له لارې شرکتونو ته وسپاري؛ ترڅو له يوې خوا خلکو ته د کار زمينه برابره شي او بل لور ته په بيت المال کې سپما وشي.

نوموړي د داوطلبو شرکتونو استازو نه وغوښتل چې خپلې پروژې په ښه او معياري توګه سرته ورسوي او ډاډ يې ورکړ چې د پروژو په داوطلبيو کې به د هيچ حق نه ضايع کيږي او هر چاته به خپل حق رسيږي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پیل شوي وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.