د امارت چارو د انسجام مرستيال د خوست ښاروال سره وليدل

د امارت چارو د انسجام مرستيال د خوست ښاروال سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب خوست ولايت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له ښاروالۍ څخه ليدنه وکړه او مسؤلينو سره يې له نږدې وليدل.

په دې ليدنه کې د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب ته د ښاروالۍ د تېرو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ښاروالۍ په چارو کې يې د ستونزو د حل په اړه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د امارت چارو د انسجام مرستيال ښاغلي مولوي سيف الدين تائب د يادې ښاروالۍ فعاليتونه او لاسته راوړنې وستايل او د ستونزو د حل په برخه کې يې د خوست ښاروالۍ مسؤلينو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.