د ودانيو ساتنې او څارنې رياست د نويو پيلېدونکو پروژو په اړه غونډه وکړه

د ودانيو ساتنې او څارنې رياست د نويو پيلېدونکو پروژو په اړه غونډه وکړه

د چارو ادارې لوی رياست د ودانیو د ساتنې او څارنې رئيس مولوي محمد يوسف سعد د دې رياست د تاريخي ابداتو نويو پېلدونکو پروژو په اړه د اړوندو پروژو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
دغه غونډه چې نن دوشنبه (ذوالحجې ۳مه/غبرګولي ۲۱مه) د چارو ادارې لوی رياست د ودانيو د ساتنې او څارنې رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د ودانيو د ساتنې او څارنې رئيس مولوي محمد يوسف سعد وويل؛ موږ بايد په پوره اخلاص او صداقت سره کار وکړو او راسپارل شوی مسؤليت په ښه توګه اداء کړو.
همدا راز يې زياته کړه، که غواړئ چې په معاشاتو کې مو برکت پيدا شي خپلو دندو ته له رسمياتو وړاندې راشئ او وروسته له رسمياتو خپلو کورونو ته لاړ شئ او د دې لپاره چې هيواد مو پخپلو پښو ودريږي؛ بايد شپه او ورځ کار وکړو.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل؛ هر څوک که بل هر ډول ګناه وکړي، شايد ورته وبښل شي، خو اما له بيت المال سره خيانت کول به ورته هيڅکله ونه بښل شي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پیل شوي وه د خير په دوعا سره پای ته ورسېده.