د قرارداد ورکړې خبرتیا

د قرارداد ورکړې خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت په استازیتوب د یاد وزارت ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د یاد وزارت قطعاتو، مرکزي جزوتامونو او ساحوي قول اردوګانو د اړتیا وړ دوه قلمه ډیزل او پيټرول تیلو ۹ لاټه پروژه چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD/MoD/1403/G-102/NCB ده، قیصر بابا لمیټيډ شرکت ته چې کابل مرکز خیرخانې هوټل پروان سیمه کې موقعیت لري او د جواز شمېره یې 0101-434 ده، د 29,983,501 (نهه ویشت میلیونه، نهه سوه درې اتیا زره او پنځه سوه یو) افغانیو په بدل کې ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.