د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست په شرايطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې برخه واخلي، د اړونده داوطلبۍ سند سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرنونه دي د درج شويو او د شرطپاڼې او دقانون او طرزالعمل مطابق د اعلان له خپریدو نیټې څخه د پرانیستلو نیټې پورې د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست لپاره د ساتنې او څارنې رياست د اړتيا وړ د سرسبزي توکو د تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: AOP/G/021/1403/NCB/RE
بانکي تضمين: ۵۰۰،۰۰۰ (پنځه سوه زره افغانۍ)
د افر پرانیستې ناسته: ۱۴۰۳ لمريز کال د چنګاښ ۱۴مه له غرمې مخکې 10:00 بجې.
ادرس: د تدارکاتو ریاست تعمير، د کانونو وزارت (پخوانۍ ودانۍ) کې موقعیت لري.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.