د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست په شرايطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې برخه واخلي، د اړونده داوطلبۍ سند سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرنونه دي د درج شويو او د شرطپاڼې او دقانون او طرزالعمل مطابق د اعلان له خپریدو نیټې څخه د پرانیستلو نیټې پورې د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست لپاره د ساتنې او څارنې رياست د اړتيا وړ د رنګمالي توکو د تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: AOP/G/029/1403/NCB
بانکي تضمين: 72،۰۰۰ (دوه اويا زره افغانۍ)
افر پرانیستې ناسته: ۱۴۰۳ لمريز کال د چنګاښ ۱۱مه له غرمې مخکې 10:00 بجې.
ادرس: د تدارکاتو ریاست تعمير چې د کانونو وزارت(مخکني تعمير)، په ساحه کې موقعیت لري.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.