مولوي فضل احمد حقاني: اسلام مسلمانان پانګونې ته هڅوي

مولوي فضل احمد حقاني: اسلام مسلمانان پانګونې ته هڅوي

د چارو ادارې لوی ریاست د تعهداتو، هدایاتو، فرامینو او احکامو د تعقیب رئیس مولوي فضل احمد حقاني د پښتني بانک اړوند مرکزي دفتر لپاره د اته پایې ATM ماشینونو د تدارک پروژې په افر پرانیسته کې وویل؛ اسلام مسلمانان پانګونې ته هڅوي او پانګه له سوداګرو سره الهي امانت دی چې باید په سمه توګه ترې ګټه واخیستل شي.

دغه غونډه نن یکشنبه (ذوالحجه دویمه/ غبرګولي۲۰مه) د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو تالار کې جوړه شوې وه چې پکې د داوطلبو شرکتونو استازو ګډون کړی و.

باید وویل شي چې د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست تل هڅه کوي ترڅو د شفافو افر پرانیستې غونډو په جوړولو سره سوداګرو ته د لا ډېر کار او پانګونې زمینه برابره کړي.

دغه غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.