د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه د شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د ادارې د رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو ګډون کړی و.

دا غونډه چې نن شنبه «ذوالحجه لومړۍ/ غبرګولي۱۹مه» جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې له اجنډا سره سم په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست ته د خلکو له لوري شويو عريضو ته د لاچټکې او ښې رسېدنې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې ادارې ته راتلونکې عريضې دې له تفکيک وروسته اړوندو سکتوري رياستونو ته د کارپوهنې او څېړنې لپاره راجع کړل شي ترڅو د خلکو ستونزو ته ژر رسېدنه وشي او مشکلات يې حل شي.

همدا راز په غونډه کې د ننګرهار ولايت مقام ته څېرمه د سپين جومات د پاتې رقم د ورکړې او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې او لازم تصاميم ونيول شول.

دا اونيزه اداري غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.