د قرارداد ورکړي خبرتيا

د قرارداد ورکړي خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست په پام کې لري چې د چارو ادارې لوي رياست د ودانيو د ساتنې او څارنې رياست لپاره د اړتيا وړ د فلزکاري توکو اړوند د تدارکاتو پروژه چې تشخصيه شمېره يې AOP/G/022/1403/NCB ده، د تميم اريا صعنتي شرکت ته چې د مرکز کابل، د تايمني سابقه څلور لارې ۱۲سړک کې موقعيت لري او جواز يې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په ۴۶۵۳۵D- نمبر ثبت دی په ۶،۲۰۴،۱۶۵٫۳۸ (شپږ ميليونه، دوه سوه څلور زره، يوسلو پنځه شپېته، اعشاريه اته ديرش افغانۍ) په مجموعي قيمت په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.