د چارو ادارې لوی رئيس د کورنیو چارو وزارت د نوي معین معرفي غونډه کې ګډون وکړ

د چارو ادارې لوی رئيس د کورنیو چارو وزارت د نوي معین معرفي غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د کورنيو چارو وزارت د نوي اداري معين ملا رحمت الله نجيب د معرفي په غونډه کې ګډون وکړ.

په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن يکشنبه «ذوالقعده۲۴مه/ غبرګولي۱۳مه» د کورنيو چارو وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رئيس، د کابينې يو شمېر غړو او د ياد وزارت مسؤلينو ګډون کړی و.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل؛ د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري چې چاته مسؤليت ورسپارل کيږي، هغوی له سختو مرحلو تېر شوي، احساس، ژمنتيا، اخلاص او قربانۍ يې له هيچا پټې نه دي.

نوموړي وويل چې د اسلامي امارت مشرتابه هڅه کوي چې په تشکيل کې وړ او اهل خلک ځای پر ځای کړي او داسې خلکو څخه خدمت واخلي چې هېواد او خپل کړېدلي ولس ته ژمن وي.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په پای کې د کورنیو چارو وزارت د نوي اداري معین ملا رحمت الله نجيب د ټاکنې په اړه د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی حکم ولوست او نوموړي ته یې په چارو کې د بریا هيله وکړه.

دغه غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پېل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسیده.