مزارشریف کې د تجارتي مارکيټ جوړولو طرحې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

مزارشریف کې د تجارتي مارکيټ جوړولو طرحې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په مزار شریف کې د تجارتي مارکېټ جوړولو طرحې په اړه چې عملي چارې یې د شاهین ساختماني او لوژستیکي شرکت له لوري ترسره کيږي، د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رياست مرستیال مفتي عبدالواحد په مشرۍ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه چې په همدې مناسبت نن شنبه د (ذوالقعده۲۳مه/غبرګولي۱۲مه) د چارو ادارې لوی رياست په مقر کې جوړه شوې وه، پکې د اطلاعاتو او فرهنګ، ماليې وزارت‎، د اقتصادي کميسيون استازو او د شاهین لوژستيکي او ساختماني ګروپ شرکت مسؤلينو ګډون کړی و.

په پيل کې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست د عامه او خصوصي مشارکت مرستيال د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات څخه وغوښتل تر څو د موضوع اړوند معلومات وړاندې کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پاليسۍ رئيس قاري فدامحمد دوست د يادې ځمکې د موقعيت او ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ويل اړتیا ده ترڅو د يادي پروژې عملي چارې د عامه او خصوصي مشارکت اصولو په اساس پرمخ لاړې شي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د شاهین لوژستيکي او ساختماني ګروپ شرکت دې خپل مشارکتي طرحه او مالي ماډل د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست ته واړندې کړي ترڅو اړینې پرېکړې ونیول شي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.