د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه د شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د ادارې د رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو ګډون کړی و.

دا غونډه نن شنبه «ذوالقعده۲۳مه/ غبرګولي۱۲مه» جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې له اجنډا سره سم په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د سندونو او اړيکو رياست د سندونو د لا ښه خونديتوب په اړه بحث وشو او همدا راز د هغو دوسيو د څېړنې په اړه هم بحث وشو چې له فتحې مخکې د تحت تأمين او رفع تأمين رياست ته سپارل شوي دي.

په غونډه کې همدا راز په يو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث وشو او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.

دا اونيزه اداري غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.