د چارو ادارې لوی رئيس د عامې روغتيا وزارت نوي وزیر د معرفي غونډه کې ګډون وکړ

د چارو ادارې لوی رئيس د عامې روغتيا وزارت نوي وزیر د معرفي غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور نن شنبه «ذی القعده۲۳مه/غبرګولي۱۲مه» د عامې روغتيا وزارت نوي وزیر د معرفي په غونډه کې ګډون وکړ.

دا غونډه چې د عامې روغتيا وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د رياست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کابينې يو شمېر غړو، د روغتيا وزارت مسؤلينو او کارکوونکو هم برخه اخيستې وه.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د عامې روغتيا نوي سرپرست وزير مولوي نور جلال جلالي د ټاکنې په اړه د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی حکم ولوست او نوموړي ته يې په چارو کې د بريا هيله وکړه.

همدا راز په دې غونډه کې د رياست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د عامې روغتيا پخواني وزير قلندر عباد، نوي سرپرست وزير مولوي نور جلال جلالي او يو شمېر نورو چارواکو هم ويناوې وکړې.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه، د نوي سرپرست وزير د معرفي او دعا سره پای ته ورسېده.